دینی عبرتناکه قیصي📚


Гео и язык канала: Индия, Пушту
Категория: Религия


ښـکلي دیـني اسـلامـي اوله عبـرتونو ډک حکایات وخت پـر وخت له همـدی ادرس نه تـرلاسه کولای شـی

♥تبادلی لپاره دلته میسج کولایی سی♥
@Oziarashna
https://t.me/edranaacoqisi

Связанные каналы

Гео и язык канала
Индия, Пушту
Категория
Религия
Статистика
Фильтр публикаций


هم دازموژ دچینلانو یو شایسته رنګین لیسټ دی چی ټوله چینلان یی ماشاالله فعاله دی نوتاسویی په نشرولوکی مرسته وکی راسره
☘️طالب میډیا☘️
@ https://t.me/talebmedia
☘زموږ دیوټوب چینل هم درسره سبسکرائب کړی ☘
https://youtube.com/c/OziarProduction
☘️رشتنی لار دینی معلومات☘️
@ https://t.me/azmon45
☘️ماتې هیلې☘️
@ https://t.me/SAFGAHAG
☘️بی بی سی پښتو☘️
@ https://t.me/ASASADfD
☘️دمینی لاروی☘️
@ https://t.me/sssssssssscc
☘️دنړی هراړخیزمعلومات☘️
@ https://t.me/sjzjzjzjzkzk
☘️دینی عبرت ناکه کیسی☘️
@ https://t.me/edranaacoqisi
☘️اسلامی فکر☘️
@ https://t.me/lslamifikar
☘️جالب معلوماتی ټولګه☘️
@ https://t.me/
☘️سالم فکر وکړی☘️
https://t.me/Fakri_sangar
☘طالب انلاین☘
https://t.me/taleb_online
☘کندز قندهاری میډیا☘
https://t.me/AHGKHF
☘کندز میډیا☘
https://t.me/KunduzMedia
🍂رشتنی لار فسبوک فیج🍂
@ https://www.facebook.com/1667746723316716/posts/3112120608879313/
🍂اسلامی فکر دفسبوک ګروف🍂
@ https://www.facebook.com/groups/758312611768900/?ref=share
🍂په فسبوک کی هم راسره ملګری سي🍂
@ https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=104501595287336&id=100071824868475
🍂ټویټر کی هم راسره ملګري سی🍂
@ https://twitter.com/azizullahuzair?s=09
☘زموږ دیوټوب چینل هم درسره سبسکرائب کړی ☘
https://youtu.be/JHGLXrFICbo


Photo from عزیزالله عزیراشنا
https://youtu.be/k8qcXVaARVs


اې عمره! یقیناً شیطان ستا څخه بېرېږي...

رسول الله – صلی الله علیه و سلم- یوې غزاء ته ووتئ او کله چي بېرته د الله تعالی په نصرت او کامیابۍ سره بېرته د غزاء څخه راستون سو. یوه تور پوستې مینځه ورته راغلل او و يې ویل:
اې د الله تعالی رسوله! ما نذر ایښی وو که الله تعالی ته د غزاء څخه جوړ او سالم راستون کړې زه به ستاسو و مخ ته دریې وهم او غزلي به وایم.
رسول الله – صلی الله علیه و سلم- ورته وفرمایل:
که دي نذر ایښی وي نو دريې ووهه او که دي نه وي ایښی نو مه يې وهه.
مینځي دریه را واخیستل او دریه وهل يې شروع کړه. په دې ترڅ کي ابوبکر – رضي الله عنه- راغلئ او مینځي خپله دریه وهل. وروسته بیا علي – رضي الله عنه- راغلئ ښځي همداسي خپله دریه وهل او بیا عثمان – رضي الله عنه- راغلئ خو ښځي خپله دریه وهل او و يې نه درول. وروسته عمر بن الخطاب – رضي الله عنه- راغلئ مینځي سمدستي دریه پر مځکه وغورځول او د عمر – رضي الله عنه- د بيري او هیبت څخه کښېنستل.
په دې وخت کي نبي کریم – صلی الله علیه و سلم- وویل:
اې عمره! یقیناً شیطان ستا څخه ډېر بېرېږي...

ژباړه: قاري بشیر احمد «رسولي»
۲۰ / رجب المرجب / ۱۴۴۳ هـ ق




يـوه عجيــبه واقــعه

حضرت ثابت بنانی (رح) وایی چی زه د حضرت مصعب بن زبیر (رضی الله عنه) سره په کوفه کی ووم ، زه یو باغ ته دننه ولاړم ، چې دوه رکعته لمونځ وکړم ، ما دلمانځه څخه مخکې د ( حم ) سورة مؤمن آیتونه (اِلَيْهِ الْمَصِيْرُ) پوری وویل ،

ناڅاپه می ولیدل چی زما وشاته یو سړی په سپینه غاطره باندی ولاړ دی چی یمنی جامی یی اغوستی دی،،

وما ته یی وویل چی کله ته ( غَافِرِ الذَّنْبِ) وایی نو دا دعا ورسره کوه(یَاغَافِرِ الذَّنْبِ اغْفِرِلِيْ) ای دگناهو معاف کونکی وما ته معانی وکړه.

او کله چی (قَابِلِ التَّوْبِ) وایی نو دا دعا کوه چی (یَاقِابِلِ التَّوْبِ اقْبِلْ تَوْبَتِیْ) یعنی ای توبه قبلونکی زما توبه قبوله کړی.

بیا چی(شَدِیْدِ الْعِقَابِ) وایی نو دا دعا کوه چی ( یَا شَدِيْدِ الْعِقَابِ لاَتُعَاقِبْنِیْ) ای دسخت عذاب خاونده ما دعذاب څخه خلاص کړی.

او کله چی (ذِى الطَّوْلِ)وایی نو دا دعا کوه چی ( یَا ذِالطَّوْلِ طُلْ عَلَىَّ بِخَيْرٍ)ای احسان او انعام کونکی پر ماباندی انعام وکړی ،

ثابت بنانی (رح) وایی چی ددی نصیحت د اوریدو څخه وروسته چې اخوا ته می وکتل نو هلته هیڅوك نه وو ، زه د هغه په طلب کی دباغ دروازی ته راغلم او دخلقو څخه می سوالونه وکړل چی داسی یو یو سړی په یمنی جامو کی دلته چا لیدلی دی ؟

ټولو وویل چی نه..

دثابت بنانی(رح) په یو روایت کی دا هم دی چی د خلقو خیال دی چی دا حضرت الیاس (علیه السلام) وو ،، په دوهم روایت کی د دی ذکر نسته .

(تفسیر ابن کثیر ،)

معارف القرآن)(جلد(۷)صفحه(۵۸۲)

نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده




نرم او توند سلوک

ویل کیږي، خالد په خپل کلي کې په دیندارۍ او تقوا سره شهرت درلود، منکر عمل یې نه شوای زغملی، چا به چې ناوړه عمل وکړو، د خالد له توندې غوسې سره به مخ کېدو.
نوموړی یوه ورځ جومات ته پر لاره وو، چې ګوري یو سړی د کجورې ونې ته ختلی دی، ده ته ډېره غوسه ورغله، او بې له سلامه یې پر سړي غږ وکړ، چې راښکته شه! د لمانځه وخت دی.
سړي په سړه سینه ځواب ورکړ، سمه ده وروره! سړی د خالد له خبرې سره سمدلاسه راښکته نه شو.
خالد ته چې ډېره غوسه ورغلې وه، وربرګ شو، او ورته یې وویل، څه خر یې، په خبر نه پوهېږې، راښکته شه! د لمانځه وخت دی.
سړی یې غوسه کړ، په ونه کې یې خالد ته غاښونه وچیچل، او په زړه کې یې د انتقام اور بل شو، او له ونې څخه یې د یو لرګي د ماتولو هڅه وکړه، او د خالد د وهلو تکل یې وکړ، خالد پوه شو، چې کار خراب شو، پر سر یې څادر را واچوو، تر څو دغه سړی یې ونه پېژني، او جومات ته ننووت، د لمانځه نیت یې وتړلو.
خالد چې بېرته له لمانځه را ووت، بیا هم هغه سړی ګوري، چې د کجورې په ونه کې ناست دی، خالد دا ځل د خبرو انداز بدل کړ، او سړي ته ور نږدې شو، ورته ویې ویل.
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
سړي یې سلام ور غبرګ کړ، او د ډاډ احساس یې وکړ.
خالد ورته وویل، «الله دې وساته، څنګه یې، کارونه دې ښه روان دي؟»
سړی نور هم ډاډمن شو، په پراخه سینه یې ځواب ورکړ، چې خیر یوسې، ښه دي، الله دې عزت وکړه.
خالد ورته وویل، الله دې ونازوه، که د یوې پوښتنې ځواب راکړې.
سړی چې د خالد د خبرو انداز ډېر متاثره کړی وو، مسکی شو، او ځواب یې ورکړ، ولې نه ګرانه، یوه نه سل خو وکړه.
خالد ورته وویل، د کجورو بازار اوس څنګه دی؟
سړي ور غبرګه کړه، ښه دی، ګوزاره کوي.
خالد زیاته کړه، چې د کور ګوزاره دې څنګه ده؟
سړي په مسکه خوله ورته وویل، خیر یوسې ښه ده.
خالد له دې خبرو وروسته په ډېره نرمه لهجه دعوت ورکړ، وروره! تاسو لکه چې ډېر مصروف یاست، د مازدیګر د لمانځه اذان مو نه دی اورېدلی، اذان شوی دی، ته راښکته شه، چې لمانځه ته ولاړ شو.
سړي ورته وویل، سمه ده، ان شاءالله، او له ونې څخه سمدلاسه راښکته شو، او له خالد څخه یې کلکله غېږه تاو کړه، ورته ویې ویل، له تاسو څخه وړاندې یو بل سړی راغلی وو، په ډېره بد اخلاقۍ سره یې ما ته خبرې وکړې، ما ته یې د خره نسبت وکړ، که هغه اوس له ما سره مخامخ شي، زه به یې سم کړم.
پایله: نرمه لهجه خلک متاثره کوي، او د دعوت لپاره لاره هواروي، او بالمقابل تونده لهجه خلک متنفره کوي، او د دعوت په مخ کې لوی خنډ جوړیږي.




*لنډه عبرتناکه کيسه!*
*په دی هیله چی ترپایه یی ولولی*

*یو کس خپله مېرمن، دوه زامن او یوه لور په کور پرېښودل او خپله د یوې مړۍ حلالې روزي د پیدا کولو په موخه یوې لرې سیمې ته لاړ، اولادونو یې له ده سره ډېره زیاته مینه لرله او نوموړي ته یې بې اندازې درناوی درلود .*
*څو موده وروسته پلار یې خپل لومړنی لیک دوی ته را واستاوه، زامنو یې پر ځای د دې چې لیک پرانیزي، چې څه پکې لیکل شوي دي، ټولو په خپل وار سره ښکل کړ او وې ویل: دا لیک د هغه چا له لوري رالېږل شوی، کوم چې موږ ورسره بې کچې مینه لرو، وروسته یې پاکټ شوی لیک په یوه بخملي پوښ کې ونغاړه او په المارۍ کې یې کېښود، وخت په وخت به یې را اخیسته دوړې او خاورې به یې ترې څنډلې او بېرته به یې په همغه پوښ کې تاواوه، د پلار له هرلیک سره به یې ورته کړنه ترسره کوله .*
*کلونه تېر شول پلار له اوږدې مسافرۍ بېرته را وګرځېده، کله چې کورته راغی، ګوري چې پرته له یوه زوی څخه یې په کور کې نور هېڅوک نه دي پاتې، له هغه څخه یې وپوښتل : مور دې چېرته ده ؟*
*زوی یې وویل : هغه ډېره ناروغه شوه، موږ پیسې نه درلودې، چې د هغې درملنه مو پرې کړې وای، نو له همدې امله یې ناروغي ورځ تر بلې سختېده، چې بالاخره یې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه.*
*پلار په حیرانتیا سره وویل : ولې ؟ زما لومړنی لیک مو نه و پرانیستی ؟ د لیک ترڅنګ مې په پاکټ کې تاسو ته ډېرې پیسې را لېږلې وې !*
*زوی وویل : نه !*
*پلار یې بیا وپوښتل : ورور دې چېرته دی ؟*
*زوی وویل : د مور له مړینې مې وروسته، داسې څوک نه وو، چې هغه ته یې نصیحت کړی وی او سمه لاره یې ورښودلې وای، هغه هم له بدو کسانو سره ملګری شو او له هغوی سره یوه نامعلوم لوري ته لاړه چې تر اوسه یې درک نه دی معلوم !*
*پلار په حیرانتیا سره وویل : ولې ؟*
*ما په خپل دویم لیک کې هغه ته لارښوونه کړې وه، چې له بدو خلکو څخه لرې ګرځه، د ښو او بدو خلکو ځانګړتیاوې مې ورته په لیک کې په ګوته کړې وې،* *هغه لیک مو هم ونه لوست ؟*
*زوی وویل : نه !*
*پلار یې یو ځل بیا وپوښتل : خور دې چېرته ده ؟*
*زوی یې ځواب ورکړ : له هغه هلک سره یې واده وکړ، کوم چې تل به یې د هغې د غوښتلو له پاره زموږ کورته مرکه را لېږله اوس د هغه د ژوند ملګرې ده او له هغه سره یې ژوند په ډېر کړاو تېرېږي .*
*پلاریې په خواشینۍ سره وویل : هغې هم زما لیک ونه لوست ؟ چې پکې لیکلي مې وو، زه له دې کوژدې سره مخالف یم، ځکه چې دا هلک نه یوازې دا چې عزت نه لري، بلکې له یوې ښې کورنۍ سره تړاو هم نه لري او په دې اړه مې په لیک کې ورته منطقي دلایل هم ذکر کړي وو .*
*زوی وویل : نه !*
*اوس نو د څه په اړه فکر کوئ ؟*
*دا چې ټوله ملامتیا په اولادونو کې وه، د دې پرځای چې لیکونه ولولي، تر ښکلولو او په سترګو موښلو وروسته به یې په بخملي پوښ کې ساتل .*
*د هغې کورنۍ په اړه فکر وکړئ، چې څنګه یې د خپلې ټنبلۍ او ناپوهۍ له امله د هوسا ژوند څومره ښه فرصتونه له لاسه ورکړل او د سترو بدمرغیو په لومه کې را ګیر شول .*
*کله مې چې دا کیسه واورېده ، په ناڅاپي ډول مې په رپک باندې په ایښي قرآن عظیم الشان باندې سترګې ولګېدې چې په څو ښکلو پوښونو کې تاو وو .*
*له ځان سره مې وویل : افسوس زموږ پر حال .*
*له قرآن عظیم الشان سره زما کړنه د هغو هلکانو له کړنې سره ورته ده کومه، چې د پلار له لیکونو سره یې تر سره کړې وه .*
*زه هم قرآن مجید ښکلوم، په خپلو سترګو پورې یې موښم؛ ډېر درناوی یې کووم؛ ښایسته بخملي پوښونه ور اغوندم، په ډېر درناوي سره یې په المارۍ کې ږدم ، مګر تلاوت یې نه کووم او هغه څه چې پکې لیکل شوي ګټه نه ترې اخلم، په داسې حال کې هغه څه چې په قرآن کریم کې دي، زما د ژوند تګلاره ده .*
*قرآن عظیم الشان مې را واخیست له یوې سیپارې تلاوت وروسته مې ښکل کړ او له ځان سره مې پریکړه وکړه، چې هېڅکله به له قرآن مجید څخه جلا نه شم، هر وخت به یې تلاوت کوو*




ژوند سخت دی.
ماشوم حيدر موږ ته د يوالي درس را زده کړ.
هو ده موږ ته زموږ اصلي مشران را وښودل او دا یې ولس ته وويل چي زه يو ماشوم یم زما پوښتني او کومک ته د هيواد مالکين راځي او په ما یې دومره خوا بديږي.
نو ای ولسه تاکي پراته د دې وطن په سترو هستيو به د دې هيواد د مالکينو څومره خوابديږي!؟
ستا به څومره قدر لري!؟.
پام چي د غرب د لنډغرو په تبليغاتو ونه غوليږئ.
اګاه اوسئ د دې مشرانو سره د هيواد په آبادۍ کي لاس يو کړئ.
حيدر را زده کړه چي څنګه د افغان ولس ویني ارزښت پيدا کړی څنګه زما په بند پاته کیدلو ټول ولس خوابدی وو څنګه دا د وينو له سينده وتلي ولس راباندي شپې سبا کړې!؟
څنګه راباندي خلګو په لپو لپو اوښکي توی کړې!؟
قدر مي ځکه زیات وو چي زه مي د ملک مشرانو ته قدردان وم.
عام او خاص راته لاسونه لپه کړي وه.
حيدر را زده کړه چي دا ملک اوس د داسي مالکینو لاس ته لويدلی چي د هر عام او خاص غم لکه د ځان غم داسي ګڼي.


‏دحیدر غږ دنړۍ په لر او بر کې انګازې خپرې کړې.
دځمکې لاندې دناامیدي غږټول ملت خوب ته پرې نه ښود.
دايو غږ وه، یوه چیغه وه، یو غم وه او د هر کلې پیتاوي ته د ژغورلو امیدونه شمیرل کیدل.
نن په کندوز، وردګو او د وطن په هره سیمه کې هر څوک په خپل غم نه وه اخته. د ټول ملت یو غم وه.


‏تاسو پوهېږئ چې ‎#اميرالمؤمنين حفظه الله به هره لحظه له سيمې سره رابطه کوله، او د ماشوم حيدر په اړه به يي معلومات غوښتل.
خبر شوم چې شيخ صاحب ډير پریشانه و، او ويل يي، چې الله تعالی به ددې ماشوم په اړه پوښتنه رانه وکړي.
د ‎#عمري_عدالت پر لور


‏افغان حکومت د حیدر جان د ژوند ژغورلو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړې، له هر ممکنه لارو یې استفاده وکړه خو متأسفانه حیدرجان سره ژوند یاري ونکړه او خپل روح یې حقیقي مالک ته وسپارلو.
انالله واناالیه راجعون
😭


یعقوب جانان د حیدر ګلاب وروستی دیدن کوي😥


الٰهي! د نصرت پرښتې ولیږه زابل ته..
د یوسف په شان حیدر کوهي کي پروت دی.

خدایه! تاته مو لاسونه لـپه کړي..
د خوږې مورکۍ دلبر کوهي کي پروت دی.
🤲🏻😥.


#حیدره 😥
د ابۍ د زړګي سره
د بابا د تن پـرهــره

خوږه مور دې درته ناسته
سر راپورته کړه په نره

ټول ولس درپسې ژاړي
له کنداره تر کنړه

لږ په زوره چیغه وکړه
وه ګلاب ماشوم حیدره

غږ د ګونګ دئ غږ راوکړه
غـږ دې نه راځي تر بره
کریم مړوند


حېدرجان مو زړه را ستړی کړی!😭😭😭😭😭😭
يا الله دحېدر جان دژوند زېری خو ستا په فضل راباندي وکړه دغه ټولې دعاګاني خو قبولې کړه تا حضرت يوسف عليه السلام ته په څاه کې ژوند ورکړی ابراهېم عليه السلام ته دې اور کې ژوند ورکړی يونس عليه السلام ته دماهې نس کې ژوند ورکړی زموږ عملو ته مه ګوره خو زموږ دردېدلو زړو ته وګوره .
.لا اله الا انت سبحانک انې کنت من الظالمين .


#تازه!

۶:۵۸ بجې مي بیا اړیکه ونیول: خاص د کولنګ والا د کس خبري درته کوم، وای لږ ساحه لاپاته، د ژړا ږغونه یې کرار اوریدل کیږي، فی الحال دوه غویان حلال سول، او ځوان دفاع وزیر همالته دی. ممکن ژر یې وژغورو!



Показано 20 последних публикаций.

2 882

подписчиков
Статистика канала