نرم او توند سلوک
ویل کیږي، خالد په خپل کلي کې په دیندارۍ او تقوا سره شهرت درلود، منکر عمل یې نه شوای زغملی، چا به چې ناوړه عمل وکړو، د خالد له توندې غوسې سره به مخ کېدو.
نوموړی یوه ورځ جومات ته پر لاره وو، چې ګوري یو سړی د کجورې ونې ته ختلی دی، ده ته ډېره غوسه ورغله، او بې له سلامه یې پر سړي غږ وکړ، چې راښکته شه! د لمانځه وخت دی.
سړي په سړه سینه ځواب ورکړ، سمه ده وروره! سړی د خالد له خبرې سره سمدلاسه راښکته نه شو.
خالد ته چې ډېره غوسه ورغلې وه، وربرګ شو، او ورته یې وویل، څه خر یې، په خبر نه پوهېږې، راښکته شه! د لمانځه وخت دی.
سړی یې غوسه کړ، په ونه کې یې خالد ته غاښونه وچیچل، او په زړه کې یې د انتقام اور بل شو، او له ونې څخه یې د یو لرګي د ماتولو هڅه وکړه، او د خالد د وهلو تکل یې وکړ، خالد پوه شو، چې کار خراب شو، پر سر یې څادر را واچوو، تر څو دغه سړی یې ونه پېژني، او جومات ته ننووت، د لمانځه نیت یې وتړلو.
خالد چې بېرته له لمانځه را ووت، بیا هم هغه سړی ګوري، چې د کجورې په ونه کې ناست دی، خالد دا ځل د خبرو انداز بدل کړ، او سړي ته ور نږدې شو، ورته ویې ویل.
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
سړي یې سلام ور غبرګ کړ، او د ډاډ احساس یې وکړ.
خالد ورته وویل، «الله دې وساته، څنګه یې، کارونه دې ښه روان دي؟»
سړی نور هم ډاډمن شو، په پراخه سینه یې ځواب ورکړ، چې خیر یوسې، ښه دي، الله دې عزت وکړه.
خالد ورته وویل، الله دې ونازوه، که د یوې پوښتنې ځواب راکړې.
سړی چې د خالد د خبرو انداز ډېر متاثره کړی وو، مسکی شو، او ځواب یې ورکړ، ولې نه ګرانه، یوه نه سل خو وکړه.
خالد ورته وویل، د کجورو بازار اوس څنګه دی؟
سړي ور غبرګه کړه، ښه دی، ګوزاره کوي.
خالد زیاته کړه، چې د کور ګوزاره دې څنګه ده؟
سړي په مسکه خوله ورته وویل، خیر یوسې ښه ده.
خالد له دې خبرو وروسته په ډېره نرمه لهجه دعوت ورکړ، وروره! تاسو لکه چې ډېر مصروف یاست، د مازدیګر د لمانځه اذان مو نه دی اورېدلی، اذان شوی دی، ته راښکته شه، چې لمانځه ته ولاړ شو.
سړي ورته وویل، سمه ده، ان شاءالله، او له ونې څخه سمدلاسه راښکته شو، او له خالد څخه یې کلکله غېږه تاو کړه، ورته ویې ویل، له تاسو څخه وړاندې یو بل سړی راغلی وو، په ډېره بد اخلاقۍ سره یې ما ته خبرې وکړې، ما ته یې د خره نسبت وکړ، که هغه اوس له ما سره مخامخ شي، زه به یې سم کړم.
پایله: نرمه لهجه خلک متاثره کوي، او د دعوت لپاره لاره هواروي، او بالمقابل تونده لهجه خلک متنفره کوي، او د دعوت په مخ کې لوی خنډ جوړیږي.