اې عمره! یقیناً شیطان ستا څخه بېرېږي...
رسول الله – صلی الله علیه و سلم- یوې غزاء ته ووتئ او کله چي بېرته د الله تعالی په نصرت او کامیابۍ سره بېرته د غزاء څخه راستون سو. یوه تور پوستې مینځه ورته راغلل او و يې ویل:
اې د الله تعالی رسوله! ما نذر ایښی وو که الله تعالی ته د غزاء څخه جوړ او سالم راستون کړې زه به ستاسو و مخ ته دریې وهم او غزلي به وایم.
رسول الله – صلی الله علیه و سلم- ورته وفرمایل:
که دي نذر ایښی وي نو دريې ووهه او که دي نه وي ایښی نو مه يې وهه.
مینځي دریه را واخیستل او دریه وهل يې شروع کړه. په دې ترڅ کي ابوبکر – رضي الله عنه- راغلئ او مینځي خپله دریه وهل. وروسته بیا علي – رضي الله عنه- راغلئ ښځي همداسي خپله دریه وهل او بیا عثمان – رضي الله عنه- راغلئ خو ښځي خپله دریه وهل او و يې نه درول. وروسته عمر بن الخطاب – رضي الله عنه- راغلئ مینځي سمدستي دریه پر مځکه وغورځول او د عمر – رضي الله عنه- د بيري او هیبت څخه کښېنستل.
په دې وخت کي نبي کریم – صلی الله علیه و سلم- وویل:
اې عمره! یقیناً شیطان ستا څخه ډېر بېرېږي...
ژباړه: قاري بشیر احمد «رسولي»
۲۰ / رجب المرجب / ۱۴۴۳ هـ ق